د کندهار پوهنتون دوهمه علمي شورا وسوه

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د غویي (ثور) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول محترم غړي د پوهنځيو ښاغلي رئېسان، د ځینو آمریتو آمران او اداري کارمندان حاضر ول.
یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه؛ په سر کښي د پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د ښه راغلاست تر ویلو وروسته په کارو کښي، پر لاښه اخلاص، د اداري چارو پر نظم او د ېووالي پر راوستلو ټینګار وکړ؛ وروسته ئې د راتلونکي نهایي آزموینو پر ښه چمتوالي، محصلانو ته، د خپل لیاقت پر اساس د نؤمره ورکولو او ځینو نورو برخو کښي سپارښتني وکړې.
ورپسې په ناسته کښي د محصلانو چارو مرستيال د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کښي ئې خپل راتلونکي پلانونه بیان کړل.
د یادولو وړ ده، چي په یاده ناسته کښي، د کمپیوټر ساینس پوهنځي سافټویر او شبکو فارغ ورکوونکو څانګو د پروپوزلو پر تائیدي، د ښوونځیو زده کوونکو ته د تحصیلي څانګو د انتخاب په اړه د عامه پوهاوي ورکولو پر سیمینارو او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو په اړه بحث او خبري وسوې، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې.
د ناستي په پای کښي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول او همدارنګه پر ځینو متفرقه مسایلو هم بحث وسو او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۴