د کندهار او هلمند امارتي او خصوصي پوهنتونو محصلانو ته شپږ ورځنی دیني سیمینار پیل سو
په کندهار پوهنتون کښي، د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه او د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په هڅو، د سُهېل لوېدیځ زون د کندهار او هلمند د اتو امارتي او خصوصي پوهنتونو: کندهار، اناسټو، هلمند، ميرویس نیکه، ملالۍ، سبا او بېنوا ٥٥٠ محصلانو ته شپږ ورځنی دیني سیمینار پیل سو، چي د پیل په مراسمو کښي ئې، د کندهار پوهنتون محترم رئیس الحاج شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي، د اړوند پوهنتونو د دعوت او ارشاد مسئولان او مبلغان او سلونه (سلګونه) محصلان حاضر ول.
سیمینار چي د سهار پر ۷ بجو د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سو، په سر کښي د کندهار پوهنتون محترم رئیس الحاج شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي د قرآن کريم د سورة النور ژباړه او تفسیر وکړل او محصلانو ته ئې د دې سورت دیني او ټولنیزي لارښووني وويلې.
وروسته د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي صاحب فضل احمد فضلي د «فقه العبادات» په نوم موضوع وړاندي کړه او ګډونوالو ته ئې د عباداتو د فقهي مسائلو او اړوندو شرعي احکامو په اړه بیان وکړ. وروسته د ۲۰۵ البدر قول اردو امام شیخ الحدیث مولوي بخت محمد متاب صاحب د «ایمان تشریح، د نبوي سنتو اتباع او اهمیت، د نفاق او اتحاد اهمیت» په اړه هر اړخیزي خبري وکړې او ترڅنګ ئې د «انسان د پیدایښت مقصد او د انسان اخلاق حسنه» په نوم هم موضوع وړاندي کړه، چي د انسان د پیدایښت موخي، د ښو اخلاقو او د ټولني په اصلاح کښي ئې د هغوی پر اهمیت رڼا واچوله.
د ماپښین تر لمانځه او ډوډۍ خوړلو وروسته د سیمینار علمي لړۍ بیا پیل سوه، په دې برخه کښي د کندهار د امربالمعروف او نهي عن المنکر رئیس شیخ مفتي کریم الله فقير صاحب په اسلام کښي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د اهمیت په اړه محصلانو ته مفصل معلومات وړاندي کړل او د دې مهم اصل پر عملي کولو ئې ټینګار وکړ. وروسته د کندهار پوهنتون علمي مرستیال مولوي سیف الله سعید صاحب د شرعي نظام د استحکام په برخه کښي د اطاعت د اغېزو په اړه موضوع وړاندي کړه او ګډونوالو ته ئې د مسئولیت، اطاعت او د نظام د چارو د لا ښه والي اړوند معلومات بیان کړل، د هر بیان په پای کښي د اړوندي موضوع مطابق د ګډونوالو پوښتني واورېدل سوې او جوابونه ور ته وويل سول.
د ماښام تر لمانځه وروسته، د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال محترم مولوي نوراحمد ایوبي صاحب په لارښوونه، محصلانو په خپلو منځو کي انجمن جوړ کړ او د هغو علماءکرام بیانونه، چي د ورځي په جریان کي ئې کړي ول، په خپلو منځو کي د سوال او جواب په ډول تکرار کړل.
د يادولو وړ ده، چي یاد شپږ ورځنی دیني سیمینار به تر پنجشنبې پوري دوام وکړي، چي پر مهال به ئې هره ورځ بېلابېل علماءکرام د دیني او ټولنیزو موضوعاتو په اړه بیانونه وکړي او د محصلانو پوښتني به جواب کړي.
نېټه: ١٤٤٨/٣/١٥
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت