د کمپیوټر او انټرنېټ زده کړي روزنیز کورس پېل سو

kdru_admin
Thu, Sep 19 2024 9:49 AM
course

د چهارشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د مرکزي لابراتوار د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د محصلانو د انسجام او خدماتو آمریت؛ د کمپیوټر زدکړي (زده کړي) دوه میاشتنی کورس د سهار او ماپښین له خوا پېل کړ، چي ۲۲۰ محصلانو نوم لیکنه ور ته کړې ده..

په همدې موخه جوړه سوې پرانېست غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوتولو پېله سوه، په سر کښي؛ د کندهار پوهنتون د محصلانو د انسجام او خدماتو آمر م-ولوي محمد معصوم زاهد، په اوسني وخت کي د کمپیوټر پر ارزښت هر اړخیزه وینا وکړه، چي په خبره ئې د کمپیوټر مسلکي زدکړه مو د عصري نړۍ د هیوادو په قطار کي راولي؛ ځکه په نړۍ کي اوس زیاتره اداري چاري د کمپیوټر په واسطه ترسره کېږي.

ښاغلي زاهد په خپلو خبرو کي د کمپیوټر دا کورس ډېر ګټور او مهم یاد کړ، چي باید ټول محصلان له دې ګټور فرصت څخه ګټه واخلي او د کورس په ټولو برخو کي په سم ډول زدکړي وکړي.

وروسته یاده پرانېست غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.