د کمپيوټر او انټرنېټ زده کړي له کورس څخه ۱۴۶ محصلان فارغه او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کښي، فراغت لیکونه ورکول سول

kdru_admin
Mon, Dec 16 2024 1:07 PM
image

 

د کمپيوټر او انټرنېټ زده کړي له کورس څخه ۱۴۶ محصلان فارغه او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کښي، فراغت لیکونه ورکول سول

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت، د کمپيوټر او انټرنېټ زده کړي (CMOA) له کورس څخه ۱۴۶ محصلان فارغه او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کښي، چي د کندهار پوهنتون مسئولان او سلونه محصلان حاضر ول؛ فراغت لیکونه ورکړل سول.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر مولوي محمد معصوم زاهد د یاد کورس له ګډونوالو محصلانو ستاینه وکړه، چي په منظم ډول ئې د کمپيوټر او انټرنېټ زده کړي کورس تعقیب کړ؛ وروسته ئې د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت اړوند د روانو مسلکي پروګرامو، علمي کورسونو او د سته آسانتیاؤ په اړه معلومات وړاندي کړل او له محصلانو څخه ئې وغوښتل، چي په یادو علمي پروګرامو او کورسونو کښي ګډون وکړي.

ورپسې د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي، ټولو فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او زیاته ئې کړه، چي کندهار پوهنتون د خپلو محصلانو د ظرفیت لوړوني له پاره، د سیمیسټر له پېل څخه، انګرېزي، عربي، دري او پښتو ژبو د زده کړي، د کمپيوټر زده کړي او نورو بېلابېل پروګرامونه شروع کړي دي؛ چي محصلان کولای سي، د ظرفیت لوړوني له ټولو پروګرامو څخه په غیر رسمي وختو کښي په وړیا ډول ګټه واخلي. وروسته ښاغلي ايوبي د خپلو خبرو پر مهال، محصلان، و مطالعې کولو، د قرآن کریم د تجوید زده کړي، کمپيوټر او انګرېزي زده کړي او ورزش کولو ته وهڅول او د خپله اړخه ئې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس محترم شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو فارغانو ته مبارکي وویله، د یاد کورس د استادانو د ستایني ترڅنک ئې د لنډ مهاله علمي او مسلکي کورسونو پر ارزښت خبري وکړې؛ وروسته ئې له ټولو محصلانو څخه وغوښتل، چي خپل درسونه ښه تعقیب کړي، د خپلو استادانو لا ښه احترام وکړي؛ د وخت څخه ښه استفاده وکړي؛ د دې ځورېدلي اولس له پاره په پوره اخلاص خدمت وکړي او د دې ځورېدلي ملت زخمونه په پوره اخلاص او مېړاني سره پټۍ کړي.

په وروستیو کښي، د ياد کورس استاد ښاغلی عبدالحلیم روښان هم خبري وکړې، د کندهار پوهنتون د رهبرۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړه، چي همېشه ئې د خپلو محصلانو د ظرفیت لوړوني له پاره هڅي کړي؛ تر ویناؤ وروسته، ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدله.

نېټه: ۱۴۰۳/۹/۲۴