د کریپټو کرنسي تر عنوان لاندي علمي رقابتي مناظره

kdru_admin
Mon, Oct 07 2024 9:27 AM
crypto

د اقتصاد پوهنځي د فرهنګي چارو د کمېټې (۳) ګڼې پروتوکول غونډي په اساس چي په ( ۰۱/۰۷/ ۱۴۰۳) نېټه دائره سوې وه، په دې غونډه کښي د منجمنټ او تشبثاتو اداري څانګي (BBA) سره په تفاهم داسي پرېکړه وسوه چي، ددې څانګي د څلورم او دریم صنفونو د محصلانو ترمنځ یوه رقابتي علمي مناظره ونیول سي. د اقتصاد پوهنځي د فرهنګي چارو د کميټې مسؤل نامزد پوهنیار عزت الله عاصم د یاد پروګرام راپور په لاندي ډول راسره شریکوي.

د پریکړي سره سم د اقتصاد پوهنځي د یادي څانګي د دریم او څلورم صنفونو ترمنځ مناظره پلان او په (۰۸/۰۷/۱۴۰۳) نېټه د اقتصاد پوهنځي د غونډو په تالار کي یاد علمي پروګرام ونیول سو. د پروګرام پر مهال د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ عبدالرحمن طیبي صاحب او د اقتصاد پوهنځي محترم رئيس پوهنیار عبدالله زیارمل، د منجمنټ او تشبثاتو اداري(BBA) څانګي آمر پوهنیار ګلاب الدین نوري ددې او نورو څانګو محترم استادان او د مختلفو صنفونو محصلان موجود ول. د کریپټو کرنسي د ګټي او زیانونو په اړه اړوندو محصلانو د یو رقابتي او علمي مناظرې په شکل د موضوع اړوند بحث وکړ او د یو بل سوالونو ته یې په پوره حوصله سره منطقي او مقنع جوابونه  ورکړل. بلاخره د پروګرام په پای کي محصلانو ته د هغوی د ښه کارکردګۍ او لا هڅوني په موخه د پوهنتون د محترم رئیس له خوا په مناظره کي هر ګډون کوونکي محصل ته د نقدي جایزې ترڅنګ د منجمنټ او تشبثاتو اداري څانګي له خوا غوره ګروپ او محصلانو ته ستاینلیکونه ورکړل سول. په اخر کې پروګرام د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.