د کادري روغتون له پاره نوی سرطبیب وټاکل سو

kdru_admin
Sun, Feb 16 2025 2:44 PM
image



د کندهار پوهنتون د کادري روغتون له پاره متخصص ډاکټر عبدالغني یاسین نوی سرطبیب وټاکل سو، چي د پېژندني په یادو مراسمو کښي د رهبرۍ غړي، د بېلابېلو پوهنځیو رئېسان، اداري کارمندان او استادان حاضر ول.

د پېژندني یاد مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سول؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ صاحب مولوي عبدالرحمن طيبي د مسئولیت پر ارزښت، کارونه اهل ته د سپارلو، د ډاکټرانو پر مسئولیت او د دوی د خدمت پر ارزښت ئې هر اړخیزه وینا وکړه، چي په خبره ئې ډاکټران د دې ټولني د ملا د تیر په ډول دي او د دې ځورېدلي ملت سترګي همدا تاسي ته کږې دي؛ نو غوښتنه مي دا ده، چي د ځورېدلي اولس هیلي ور پوره کړئ؛ تر څو افغانان د پردیو هیوادو څخه راوګرځي او همدلته په هیواد کښي ستاسي په مټ درملنه وسي. په وروستیو کښي ښاغلي طیبي له ټولو کارمندانو وغوښتلو چي د نوي سرطبیب سره د کارو په پرمختګ او د مریضانو د ښې درملني په برخه کښي په ګډه له ېو بل سره همکاري وکړي.

وروسته د کادري روغتون رئېس ډاکټر احمد شاه عمر د کادري روغتون د تعميراتي چارو پر جريان، یاد روغتون ته، د طبي مصرفي موادو او طبي تجهيزاتو پر رارسېدو، د ياد طبي تجهيزاتو پر ځای استعمال او نوي تشکيل پر ډېرېدو خبري وکړې، چي په خبره ئې، الحمدلله، د کندهار پوهنتون کادري روغتون اوس د پر مختګ په حال کښي دئ.

په وروستیو کښي نوي ټاکل سوي سرطبیب د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو او هم ټولو په چارو کي د بریالیتوب په موخه دؤعاوي ور ته وکړې.

نېټه: ۱۴۰۳/۱۱/۲۸