د کادري روغتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړولو لس ورځنی ورکشاپ پېل سو

د کندهار پوهنتون د کادري روغتون د غونډو په تالار کي د یاد روغتون له پاره د پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړولو ورکشاپ محترم ډاکټر صاحب پاینده محمد ارغندابي پېل کړ، چي د پېل په مراسمو کي د کادري روغتون د رهبري غړو، د کندهار پوهنتون د کارکوونکو چارو او عامه پوهاوي او اړیکو آمرانو، د روغتون ټولو ډاکټرانو، نرسانو او اداري کارمندانو ګډون درلود.
غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه؛ په سر کښي د کادري روغتون رئېس ډاکټر صاحب احمد شاه عمر ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي ئې وښوووله، چي د کادري روغتون له پاره د ېو جامع ستراتیژیک پلان جوړولو لومړني کارونه پېل سول؛ همداراز هغه زیاته کړه، چي یاد ستراتیژیک پلان به د کادري روغتون په پرمختګ او د چارو په نظم کي مهمه ونډه ولري.
ښاغلي عمر په راتلونکي کي هم د ورته ورکشاپو د دائرولو ژمنه وکړه او هم ئې د محترم ډاکټر پاینده محمد ارغندابي څخه مننه وکړه، چي د دوی غوښتنه ئې ومنله او د یاد ورکشاپ په ترتیبولو او وړاندي کولو کې همکاري وکړه.
ورپسې ډاکټر پاینده محمد ارغندابي ورکشاپ پېل کړ؛ هغه د ورکشاپ په لومړۍ ورځ د پلان، ستراتیژي جوړولو، د هغه عملي کولو، د پلان او ستراتیژیک پلان تاریخچې، د پلان جوړولو مرحلې، د کادري روغتون له پاره د ستراتیژیک پلان جوړولو کمېټې پر جوړښت او داسي نورو مهمو مسایلو مفصل معلومات وړاندي کړل.
د ورکشاپ په وروستیو کي د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۷