د ښار د ۵۰ عالي لیسو د پښتو ژبي ښوونکو ته د ظرفیت لوړاوي درې ورځنی ورکشاپ پیل سو
د ښار د ۵۰ عالي لیسو د پښتو ژبي ښوونکو ته د ظرفیت لوړاوي درې ورځنی ورکشاپ پیل سو
د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي، د یاد پوهنځي د غونډو په تالار کښي د کندهار ولایت د ۵۰ لیسو د پښتو ژبي ښوونکو ته د ظرفیت لوړاوي درې ورځنی ورکشاپ پیل کړ.
د ورکشاپ په پیل کښي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنیار محمد هارون صمیم د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ د موخو او اهمیت په اړه خبري وکړې او وې ویل: د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه، د خپل رسالت او لېرلید له مخه د پښتو ژبي د غنامندۍ، پیاوړتیا او پرمختګ له پاره کار کوي او د ژبي په وړاندي د پرتو ستونزو پېژندل او حل لاري موندل خپل علمي او مسلکي مسئولیت ګڼي، چي په خبره ئې د ښوونځیو تعلیمي نصاب، په ځانګړي ډول د پښتو مضمون تدریس، د یادو موخو د ترلاسه کولو له پاره بنسټیز ارزښت لري؛ له همدې امله په دې ورکشاپ کښي هڅه کیږي، چي د ښوونکو سره د پښتو مضمون پر علمي، مسلکي او تدریسي اړخونو بحث او د نظرونو تبادله وسي.
ښاغلي صمیم وویل: دغه ورکشاپ ئې د هغو ژبنيو او بېلابېلو اړوندو ستونزو د حل په موخه پيل کړی دئ، چي د ښوونځیو ځيني فارغان ورسره مخ دي. د ده په وینا، د دغو ستونزو عوامل کېدای سي د تدریس طریقې، د ښوونکو مسلکيتوب، د علمي او تخنیکي میتودو ډولونه او د نصاب ځیني نیمګړتیاوي يي.
په وروستیو کي استاد پوهنیار محمد هارون صمیم هیله څرګنده کړه، چي د دې ډول علمي او مسلکي ورکشاپو په مټ به د ښوونکو علمي وړتیاوي لا پیاوړي سي او په پایله کښي به د کندهار د ښوونځیو د زدهکوونکو علمي کچه لا لوړه، له پښتو ژبي او ادب سره به ئې لېوالتیا نوره زیاته او د ژبي او ادبياتو په برخه کښي به له غوره علمي زېرمي سره فارغ سي.
وروسته ورکشاپ رسماً پیل سو، چي درې ورځي به دوام ولري او پر مهال به ئې د کندهار پوهنتون استادان: پوهنوال انجنیر شېرشاه رشاد، پوهنوال دوکتور قدرت الله نظري، پوهندوی حبیب الله پوپل، پوهنمل نصیراحمد تائید او پوهنمل عبدالواحد ریحان د پښتو ژبي او ادبیاتو اړوند پر بېلابېلو علمي، ژبنیو، ادبي او تدریسي موضوعاتو بحثونه او روزنیز درسونه وړاندي کړي.
نېټه: ۱۴۴۸/۱/۸