د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي " په عامه اړیکو کي نوښت" په نامه څېړنیز سمپوزیم جوړ کړ

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز د غونډو په تالار کي، ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي، "په عامه اړیکو کي نوښت" په نامه څېړنیز سمپوزیم جوړ کړ، چي پر مهال ئې د پوهنتون د رهبرۍ محترم غړي، د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي ښاغلي استادان او محصلان حاضر ول.
ياد څېړنیز سمپوزیم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو، ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن صاحب د خپلو خبرو په سر کي، د زده کړي، لیکلو او د علمي څېړني پرارزښت خبري وکړې او محصلان ئې تشویق کړل، چي خپل نيتونه د ټولني خدمت ته لا نور ځانګړي کړي؛ همداراز هغه زیاته کړه: نظام پر تاسي ډېره پانګونه کوي؛ د دې له پاره چي سبا تاسي، نظام او ټولني ته خدمت وکړی او د ټولني د درد دوا سی؛ تاسي خو ژورناليستان یاست، مسئولیت مو خورا دروند دئ؛ دښمنانو تېر شل کاله، په رسنیو کي د دیني علماءکرامو پر وړاندي ډېر منفي تبلیغات کړي؛ خو الحمدلله هغه دښمنان ولاړل او نن ټولي رسنۍ ستاسي دي؛ تاسي باید د خپل دین او نظام په ملاتړ ډېر کار وکړئ. شېخ صاحب وویل: زه ستاسي سره ژمنه کوم، چي کندهار پوهنتون به د استادانو او محصلانو په مرسته نه ېوازي د هيواد په سطحه؛ بلکي د نړۍ په سطحه ېو معتبر پوهنتون سي.
وروسته د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي محترم رئېس پوهنمل سید انور شاه عابد وویل: د دې نوښت ترڅنګ به، ان شاءالله نور د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي د ټولو ټولګیو محصلان خپل سیمينارونه د څېړنیزو مقالو له لاري وړاندي کوي، چي دا به د علمي کار پر لور ېو نوی حرکت يي. همداراز د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو ښاغلي آمر پوهنمل فضل الرحمن سهېل هم یاد څېړنیز سمپوزیم وستایه او وې ویل: دا ډول فعالیتونه د څېړني د کچي د لوړوالي له پاره ډېر ارزښت لري.
ورپسې د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو د يادي پوهنځي د استاد ښاغلي پوهنيار سید ګلاب امیني په لارښوونه " په عامه اړیکو کي نوښت" اړوند ۶ علمي څېړنيزي مقالې وړاندي کړې؛ دوی وویل: د یادو مقالو موخه دا ده، چي محصلان وښيي څنګه عامه اړیکي د عصري وسایلو، نوو تګلارو او تخلیقي نظریاتو له لاري لا اغېزمني، شفافي او باور وړ جوړېدای سي؛ محصلانو په خپلو مقالو کي دا روښانه کړه، چي عامه اړیکي ېوازي د معلوماتو خپرولو وسیله نه ده؛ بلکي د عامه باور جوړوني، د سازمان او ټولني ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کولو او د ټولنیزو اړیکو د ښه تنظیم مهمه وسیله ده؛ هغوی د ټولنیزو رسنیو ونډه، د سټراتیژیکو اړیکو ارزښت، د نوو ټکنالوژیو اغېز او د پیغام رسوني نوي لاري تشریح کړې.
وروسته ياد سمپوزیم د ستاینلیکو د وېش او دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۳