د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د اډاب فوټوشاپ پروګرام دوه میاشتنی ورکشاپ په بریاليتوب سره پای ته ورسېد

د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي، د لومړي ټولګي (۵۶) محصلانو ته د هغوى د عملي کارونو د ښې زده کړي په موخه، د رسنيو عملياتي مرکز، د مطبعې عمومي مدير جواد جویا د اډاب فوټوشاپ پروګرام په بریاليتوب سره پای ته ورساوه.
په ياد ورکشاپ کي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو د ياد پروګرام پېژندنه، د استعمال طريقه، د عکس ایډیټ، بروشور ډيزاینول او ځینو نورو ډیزاینو په برخه کښي عملي زده کړي وکړې؛ تر څو په مسلکي ډول ډيزاینونه جوړ کړي او په خپله مسلکي ساحه کي استفاده ځني وکړي.
د یادوني وړ ده، چي تر یاد ورکشاپ وړاندي هم د رسنیو علمیاتي مرکز د محصلانو د عملي زده کړي په موخه بېلابېل روزنیز ورکشاپونه دائر کړي دي.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۷