د ډیپلوماسۍ او نړۍوالي همکارۍ په برخه کي ښوونیز ويبنار وړاندي سو

د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په نوښت، په مالېزیا کي د افغانستان اسلامي امارت ډیپلوماټ او د نړۍوالو اړیکو د ماسټرۍ محصل ښاغلي شاهدالله رحیمي د "ډیپلوماسۍ او نړۍوالي همکارۍ" په نامه؛ ښوونیز ويبنار وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د پوهنتون د رهبرۍ غړي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي مسئولان، استادان او محصلان حاضر ول.
د ویبنار په پېل کي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئېس پوهنمل محمد صادق حریفال ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو پر مهال ئې زياته کړه، چي د نظري مضمونو ترڅنګ، د عملي زده کړو زمینه برابرول د پوهنځي له مهمو موخو څخه ده او دا ویبنار به محصلانو ته دا موقع ورکړي، چي له ېوه تجربهلرونکي ډیپلوماټ څخه د ډيپلوماسۍ عملي اړخونه زده کړي. ښاغلي حریفال د پوهنتون له مشرتابه څخه مننه وکړه، چي تل ئې د علمي پرمختګونو ملاتړ کړی دئ.
ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب خبري وکړې او د خپلو خبرو په سر کي ئې، د ښاغلي رحیمي څخه مننه وکړه، چي له ليري ځایه ئې محصلانو ته وخت ورکړ؛ تر څو خپلي تجربې وړاندي کړي. هغه وویل: "الحمدلله، د اسلامي امارت په راتګ سره هم دیني او هم عصري زده کړو ته ځانګړى پام سوى او دا ډول پروګرامونه د محصلانو د ظرفيت لوړوني له پاره ډېر اړين دي."
ورپسې د ویبنار ویناوال، ښاغلي شاهدالله رحیمي، د کندهار پوهنتون پر پرمختګو خوښي وښووله او محصلانو ته ئې وویل: تاسي د سبا ورځي رهبران یاست؛ که نن زحمت وګالی؛ نو سبا به حتمي نتیجه ترلاسه کړئ؛ وروسته ښاغلي رحیمي د ویبنار په ترڅ کي، محصلانو ته د ډيپلوماسۍ بنسټیز اصول، د ډيپلوماټیک پروتوکول رول، د ډيپلوماټیکي وینا هنر، او د نړۍوالي همکارۍ اړوند موضوعات تشریح کړل او د محصلانو پوښتنو ته ئې مفصل جوابونه هم ورکړل.
په پای کي ویبینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۱