د څانګو له آمرانو سره د ارزوني نوی لارښود او د کیفیت د لوړاوي د ارزوني پایلي شریکي سوې
د څانګو له آمرانو سره د ارزوني نوی لارښود او د کیفیت د لوړاوي د ارزوني پایلي شریکي سوې
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د ټولو څانګو له آمرانو سره د لوړو زدهکړو وزارت د ارزوني او څارني نوی لارښود او د کندهار پوهنتون د کیفیت د لوړاوي د وروستۍ ارزوني پایلي شریکي سوې، دغه راز هغه نیمګړتیاوي هم بیان سوې، چي د لوړو زدهکړو وزارت د کیفیت د تضمین ریاست اړوند راغلي هیئت په تېره ارزونه کښي تشخیص کړي وې؛
په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په شروع کښي د علمي چارو مرستیال محترم پوهنیار سیفالله سعید صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل: موږ دلته د دې له پاره راټول سوي یو، چي سته نیمګړتیاوي په ګډه اصلاح کړو او د اصلاح بهیر ته ئې لا جدي توجه وکړو؛ تر څو د پوهنتون علمي او اداري چاري لا منظمي او معیاري سي.
وروسته د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر محترم پوهندوی عثماني صاحب د لوړو زدهکړو وزارت د نظارت او ارزوني نوی لارښود تشریح کړ او د علمي تخطیو اړوند ئې عملي بېلګي هم ګډونوالو ته بیان کړې؛
ورپسې د کیفیت د لوړاوي آمر محترم پوهنمل عبدالاحد زاهد صاحب لومړی په پوهنتون کي د تحصیلي څانګو د ارزښت او ونډي په اړه خبري وکړې، وروسته د کندهار پوهنتون د کیفیت د لوړاوي د وروستۍ ارزوني پایلي او هغه نیمګړتیاوي، چي د لوړو زدهکړو وزارت د کیفیت د تضمین ریاست راغلي هیئت تشخیص کړي وې، له ګډونوالو سره شریکي سوې؛ د حل مناسبي لاري چاري ئې بیان سوې؛ او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ١٤٤٧/١١/٢٩