د پوهنځیو تر منځ د «یووالي» په نامه د فوټبال بازۍ پېل سوې

kdru_admin
Sat, May 10 2025 4:55 PM
image



د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت اړوند د ورزشي عمومي مدیریت په نوښت، د پوهنځیو تر منځ د «ېووالي» په نامه د فوټبال بازۍ پېل سوې.

یاد ټورنمنټ، چي د نهو پوهنځیو لسو ټیمونو تر منځ د لېګ په سیستم ترتیب سوي، د روان (۱۴۰۴.ل) کال د ثور میاشتې له ۱۷مې نېټې څخه پېل سوي او د همدې میاشتي تر ۳۰مي نېټې پوري به دوام ولري، چي يادي سیالۍ به هره ورځ سهار او ماپښین کېږي.

د ټورنمنټ لومړۍ بازي د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي او کمپیوټر ساینس پوهنځي لوبډلو تر منځ وسوه، چي د کمپیوټر ساینس لوبډلي د ۰ پر ۱ وګټله؛ دوهمه بازي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي او ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي لوبډلو تر منځ وسوه، چي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي لوبډلي ۴ پر ۱ له ژورناليزم پوهنځي څخه وګټله.

نېټه: ۱۴۰۴/۲/۱۲