د پوهنځیو ترمنځ د والیبال بازۍ د انجینېري پوهنځي د محصلانو په بریا پای ته ورسېدې

kdru_admin
Sat, Nov 02 2024 3:34 PM
image

 

 د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو د انسجام آمريت په هڅه، د پوهنځیو ترمنځ پېل سوي د والیبال بازۍ د انجینېري پوهنځي د محصلانو په بریا پای ته ورسېدې.

په دې بازیو کښي، د ېوولسو پوهځیو د والیبال لوبډلو برخه اخیستې وه، چي د شرعیاتو پوهنځي دوهم مقام او طب پوهنځي درېيم مقام پکښي وګوټ.

د محصلانو د خدماتو د انسجام آمريت مسئولان وايي: دا سیالۍ ئې د محصلانو د تشویق، د غیرو سالمو رقابتو د مخنیوي، د جسمي او رواني ناروغیو څخه د ژغورني، د مسئولیت د حس د پیاوړتیا او په ټولنيزو کارو کښي د ګډون په موخه جوړه وي.
نېټه: ۱۴۰۳/۸/۱۲