د پوهنتون رهبري شورا دائره او د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظهالله تعالی و رعاه د عقدونو قانون د انفاذ په اړه فرمان وويل او تشریح سو

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي، د کندهار پوهنتون د رئېس محترم الحاج شېخ مـولوي صاحب عبدالرحمن طیبي په مشري د رهبري شورا ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول غړي، د پوهنځيو رئېسان، د ځینو آمریتو آمران او اداري کارمندان حاضر ول.
یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېله سوه؛ په سر کي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې د خپلو خبرو په پېل کي د فلسطین د مظلوم اولس له پاره دؤعا وکړه او له الله تعالی څخه ئې وغوښتل، چي دغه مظلوم اولس د کفارو له ظلمو څخه خلاص کړي. بيا ئې د اسلامي امارت د نظام ځانګړتیاوي بیان کړې، چي په خبره ئې دا ېوازینی اسلامي نظام دئ، چي ټولي چاري ئې د شریعت په چوکاټ کي ترسره کېږي.
هغه د پوهنتون پر اداري نظم، ېووالي او د استادانو او محصلانو د حاضرۍ پر کنټرول تفصیلي خبري وکړې او له ټولو ګډونوالو څخه ئې وغوښتل، چي کله تاسي ته د وزارت کومه پرېکړه، لارښوونه یا د بلي شورا لارښونه در ورسیږي؛ باید جدي وڅارل سي او پر وخت ئې لازم اجراءآت وکړئ.
وروسته د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي صاحب وزارتو او امارتي ادارو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه، د عقدونو قانون د انفاذ په اړه صادر سوی فرمان تشریح کړ. هغه د فرمان ټولي مادې او فقرې په تفصیل سره بیان کړې، د هغو شرعي او اداري بڼي ئې روښانه کړې او ګډونوالو ته ئې د یاد فرمان د عملي تطبیق ارزښتت او اړتیا واضحه کړه.
د ناستي په پای کي، پر ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو هم بحث او خبري وسوې او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې. وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۶