د پوهنتون د قدرمن رئیس او محترمو مرستیالانو تر منځ غونډه وسوه

kdru_admin
Sun, Apr 19 2026 9:46 AM
image

د پوهنتون د قدرمن رئیس او محترمو مرستیالانو تر منځ غونډه وسوه

دغه ناسته د کندهار پوهنتون په ریاست مقام کښي د پوهنتون د قدرمن رئیس، الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري، چي هره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ کېږي؛ وسوه، چي پکښي د پوهنتون د محترمو مرستیالانو ترڅنګ د دعوت او ارشاد محترم آمر صاحب هم ګډون درلود.

یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووايه او وې ويل: د چارو په سرته رسولو کي پوره همږغي ولرئ او خپلو مسئولیتو ته لا ښه متوجه اوسئ؛ همداراز شیخ صاحب د خپلو خبرو پر مهال د طب پوهنځي مسافرو محصلانو ته دننه په پوهنتون کښي د استوګني له پاره ژر تر ژره پر ځای برابرولو، د پاکوالي په موخه، د ګډ اشر پر کولو، د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون پر لا ښه تطبیق او په ځیني نورو علمي او اداري برخو کي سپارښتني وکړې؛ دغه راز شیخ صاحب، د طب پوهنځي د مسافرو محصلانو په استازیتوب دوه نمایندګانو ته، چي په یاده ناسته کي ئې ګډون درلود، د هغوی د استوګني او نورو اړوندو ستونزو د حل په موخه بشپړ ډاډ ورکړ.

وروسته د رهبرۍ غړو ترمنځ د بېلابېلو مهمو موضوعاتو او متفرقه مسایلو په اړه خبري وسوې، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې. دغه راز د علمي چارو مرستیال محترم پوهنيار مولوي سیف‌الله سعید صاحب د فوق‌لیسانس برنامو د ارزوني راپور هم له ګډونوالو سره شریک کړ، چي په ترڅ کي ئې د ځینو مطرح سوو غوښتنو د حل په موخه هر اړخیزي پرېکړي وسوې.

وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱