د ټولو پوهنځیو، څانګو او مرکزو د تدریسي، علمي او کیفیت لوړاوي د چارو د کتني ارزونه پيل سوه
د ټولو پوهنځیو، څانګو او مرکزو د تدریسي، علمي او کیفیت لوړاوي د چارو د کتني ارزونه پيل سوه
د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست څخه راغلي هیئت، د کندهار پوهنتون له مسئولانو سره تر لیدني وروسته؛ د چک لیسټو سره سم د پوهنځیو، څانکو او مرکزو ارزونه پيل کړه.
د کندهار پوهنتون د مسئولانو سره د ناستي پر مهال، لومړی د یاد پوهنتون محترم رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ګډونوالو او مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې ئې وویل: الله جل جلاله دي ستاسي راتګ د کندهار پوهنتون د لا زیات پرمختګ سبب کړي؛ الحمدلله، د کندهار پوهنتون ټوله رهبري په پوره همږغۍ سره فعالیت کوي او تاسي ته ډاډ درکوو، چي په کندهار پوهنتون کښي ټولي چاري په منظم او معیاري ډول مخ ته رواني دي. هغه همدارنګه یاد هیئت ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
وروسته د عامه پوهاوي او اړيکو آمر محترم نذيراحمد قادري د کندهار پوهنتون د روان کال لاسته راوړني او پرمختګو اړوند جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن پيل کړ، چي په هغه کښي ئې، د ټولو پوهنځیو، څانګو او مرکزو په اړه معلومات ورکړل او لاسته راوړني ئې بیان کړې.
په وروستیو کي د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست د راغلي هيئت مشر محترم پوهنوال رضوان الله ممله وال صاحب کندهار پوهنتون ته د خپل سفر موخه بیان کړه، چي په خبره ئې راغلی هيئت به، د کندهار پوهنتون د چیک لیسټو مطابق د ټولو پوهنځیو او څانګو د کیفیت د لوړاوي چارو ارزونه وکړي.
په وروستیو کي راغلي هیئت د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو له محصلانو سره هم ولیدل او د هغوی غوښتني او وړاندیزونه ئې واورېدل.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۸