د ویني د لوړ فشار په اړه سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
Mon, May 18 2026 1:41 PM
image

د ویني د لوړ فشار په اړه سیمینار وړاندي سو

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کښي، د پوهنتون قدرمنو مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو صاحبانو، محترمو اُستادانو، د آمریتو ښاغلو آمرانو او محصلانو ته، په کندهار کښي د سنو فارما په نوم د درملو کارخوني په مالي ملاتړ د ویني د لوړ فشار په اړه سیمینار وړاندي سو.

سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو، په شروع کښي د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر محترم پوهندوی عصمت‌الله عثماني ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې ئې وویل: دا چي په ټولنه کښي مو د ویني د لوړ فشار ناروغي ورځ په ورځ ډيريږي؛ نو اړینه ده، چي په دې برخه کښي عامه پوهاوی رامنځ ته سي؛ ځکه دا موضوع هم طبي ارزښت لري او هم اسلامي اړخ لري، چي انسان باید د خپل صحت ساتني ته توجه وکړي؛ دغه راز ښاغلي عثماني صاحب وويل، چي کندهار پوهنتون به هم په بېلابېلو علمي او روغتیايي برخو کښي له یادي کمپنۍ سره همکاري کوي.

وروسته د فارميسي پوهنځي رئیس محترم پوهنمل ډاکټر محب‌ الله ماکو صاحب د ویني د لوړ فشار په اړه په یوه جوړ سوي پرېزینټېشن کښي خپل علمي معلومات وړاندي کړل؛ هغه وویل؛ د ویني لوړ فشار یوه عامه او خطرناکه ناروغي ده او دا مهال د نړۍ شاوخوا یو میلیارد انسانان په اخته دي؛ هغه د ویني د لوړ فشار د لاملو، نخښو، مخنیوي لارو او درملني په اړه هر اړخیز معلومات ګډونوالو ته وړاندي کړل او د سالم ژوند، مناسب خوراک او منظم ورزش پر اهمیت ئې هم ټینګار وکړ.

د سیمینار په وروستیو کښي د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱