د ویاړ افغان خصوصي ښوونځي زده کوونکي

kdru_admin
Sat, Apr 25 2026 9:21 AM
image

د ویاړ افغان خصوصي ښوونځي زده کوونکو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

په کندهار کښي د ویاړ افغان خصوصي ښوونځي زده کوونکو، د کندهار پوهنتون د علامه حبیبي کتابتون، د انجنيري پوهنځي اړوند د مطالعې پارک، اقتصاد پوهنځي، عمومي لابراتوار او نورو بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او هم ئې په اړه معلومات ترلاسه کړل.

د ليدني په پيل کي د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړيکو آمر محترم نذيراحمد قادري لومړی ټولو زده کوونکو ته ښه راغلاست ووايه، ورپسې ئې د کندهار پوهنتون پېژندني سیمینار ورته وړاندي کړ، چي د کندهار پوهنتون تاريخچه، پوهنځي، آمریتونه، د ماسټرۍ برنامې او نور د کندهار پوهنتون د علمي او خدماتي مرکزو په اړه معلومات پکښې ول.

 وروسته راغلو زدکوونکو د علامه حبیبي کتابتون او مرکزي لابراتوار څخه هم لیدنه او هلته د یادو برخو مسئولانو د ټولو برخو په اړه معلومات ورکړل؛

د علمي سېر په پای کښي زده کوونکو د کندهار پوهنتون د مسئولانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دوى ښه هرکلى ئې وکړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۸