د هلمند پوهنتون استادانو ته د OBE-SCL لس ورځنی ورکشاپ په بریاليتوب سره پای ته ورسېد

kdru_admin
Sat, Jul 12 2025 3:20 PM
image


د لوړو زده کړو وزارت په سپارښتنه، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر  پوهندوي عطاء الله محمدي او د هلمند پوهنتون استاد پوهنمل محمد قاسم عادل، د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي، د یاد پوهنتون استادانو ته، دپايلو پر بنسټ د ښووني او روزني او محصل محوره زدکړي لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورساوه.
د ورکشاپ په وروستۍ ورځ، د کندهار پوهنتون استاد ښاغلي محمدي لنډه وينا وکړه، د ورکشاپ د ګټي پر اړخو ئې بحث وکړ؛ د نورو ورته ورکشاپو او سيمينارو د دائرېدلو په برخه کښې همکاري وښوده او له ټولو ګډونوالو څخه ئې د هغوى د فعاله ګډون له امله مننه وکړه؛
 ورپسې د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز له آمر پوهندوي عطاء الله محمدي او د هلمند پوهنتون له استاد پوهنمل محمد قاسم عادل څخه مننه وکړه، چي د ورکشاپ چاري ئې په ښه ډول ترسره کړې او د دې ورکشاپ منځپانګه ئې له ګډونوالو سره شريکه کړه او خوښي ئې وښودله، چي د پايلو پر بنسټ د ښووني او روزني او محصل محوره زدکړي اړوند ېو مهم ورکشاپ دائر سو؛ هغه له استادانو څخه وغوښتل، چي د ورکشاپ څخه په عملي ډګر کښي کار واخلي.
په پای کښي د هلمند پوهنتون رهبري د دې ورکشاپ و روزونکو ته ستاينليکونه؛ د کندهار  پوهنتون ته له دې آسيته جوړ سوي مننليک، چي و دوى ته ئې خپل استاد ور لېږلي او همکاري ئې کړې؛ هم ئې ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ورکړلې او په ژوند کښې د بریا دؤعاوي ور ته وسوې.
وروسته ورکشاپ د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېد.
نېټه:١٤٤٧/١/١۶
د عامه پوهاوي، نشراتو او اړیکو آمریت