د هلمند ولايت د امام محمد رحمه الله په جامعه کښي د مقالې ليکني دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

kdru_admin
Tue, Oct 07 2025 5:29 PM
image



د کندهار پوهنتون د علمي معاونیت اړوند د مسلکي پرمختيايي مرکز د پلان پر اساس، د یاد مرکز آمر ښاغلي پوهندوی عطاءالله محمدي او د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی عبدالوهاب طيب، هلمند ولايت د امام محمد رحمه الله په جامعه کښي د مقالې ليکني دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورساوه، چي پر مهال ئې د یادي جامعې استادان او فاضلان حاضر ول.

د ورکشاپ په وروستیو مراسمو کي د هلمند ولايت د امام محمد رحمه الله جامعې رئيس، د کندهار پوهنتون له رهبرۍ؛ په ځانګړي ډول د ياد پوهنتون له ور استول سوو روزونکو: د مسلکي پرمختیايي مرکز له آمر پوهندوی عطاء الله محمدي او شرعیاتو پوهنځي له استاد ښاغلی پوهندوی عبدالوهاب طيب څخه مننه وکړه، چي خپل قيمتي وخت ئې د هلمند ولايت د امام محمد رحمه الله جامعې ته ورکړ او داسي مهم ورکشاپ ئې دائر کړ، هغه له استادانو او فاضلانو څخه وغوښتل، چي د ورکشاپ ټول ویل سوي موضوعات په راتلونکي کي په ښه توګه عملي کاندي.

همداراز د یاد ورکشاپ ېو ګډونوال، مولوي صاحب عبدالقیوم، د یاد ورکشاپ پر دائرېدو خوښي وښودله او زیاته ئې کړه، چي دا ډول علمي او روزنیز پروګرامونه د جامعې د فاضلانو او استادانو د علمي وړتیاوو د لوړاوي له پاره خورا ارزښت لري. هغه همدارنګه له روزنکو څخه ځانګړې مننه وکړه او وې ویل؛ چي د دوی علمي لارښووني او سپارښتني د ورکشاپ ګډونوالو له پاره ډېري ګټوري وې.

په دغه دوه ورځني ورکشاپ کي د مقالې لیکني اړوند، د مقالې پېژندنه، د مقالې پر بېلابېلو برخو (سرلیک، لنډيز، سریزه، پوښتني، اړتیا، ارزښت، تېرو آثارو ته کتنه، اصلي مطلب، پایله، مأخذونه او وړاندیزونه) په اړه هر اړخیز معلومات وړاندی سول؛ په ګډونوالو به ياد سرليکونه عملي سول او هم د ګډونوالو پوښتنو ته هر اړخیز جوابونه وویل سول.

وروسته ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۴