د هرات پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

د هرات پوهنتون د شرعياتو پوهنځي محصلانو د خپلو عملي زده کړو او مسلکي پوهي د لوړاوي په موخه د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د دې سفر مشري د یاد پوهنتون استاد منصور صوفی زاده کوله، چي د دغه علمي سفر په جريان کښي، محصلانو لومړی د کندهار پوهنتون د ارواښاد لوى استاد علامه عبدالحي حبیبي له کتابتون څخه لیدنه وکړه؛ د یاد کتابتون مسئولانو د دغه کتابتون په اړه محصلانو ته هر اړخیز معلومات ورکړل؛ محصلانو د کتابتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او ځیني کتابونه ئې ولوستل.
ورپسې، محصلانو د کندهار پوهنتون د مسجد، ليليې، ورزشي کلب او دغه راز د کندهار ښار له بېلابېلو تاریخي او سیاحتي ځایو څخه هم لیدنه وکړه.
نېټه: ١٤٤٦/١٠/٢٨