د موټر چلولو جواز

kdru_admin
Tue, Jan 06 2026 9:09 AM
image

د کندهار پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د موټر چلولو جواز سيمينار پيل سو

 

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د کارکوونکو چارو آمریت د ظرفیت لوړوني عمومي مدیریت په هڅه؛ د کندهار د ترافیکو مدیریت د تعلیم او تربیې آمریت؛ د کندهار پوهنتون ٧٠ استادانو او اداري کارمندانو ته د موټر چلولو د جواز (لایسنس) پنځلس ورځنی سيمينار پيل کړ.

 

د ياد درس پر مهال به ټول ګډونوال، د ترافیکي اُصولو، پر جادې د تګ، د ترافیکي نخښو او لوحو سره آشنا سي؛ د سيمينار تر خلاصېدو وروسته به، له ټولو ګډونوالو څخه د موټر چلولو عملي او نظري آزموینه واخيستله سي او له هغه وروسته به، بريالیو کسانو ته د موټر چلولو جواز ورکول سي.

 

د کندهار پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت مسئولان د کندهار د ترافیکو مدیریت د تعلیم او تربیې آمریت له کارکوونکو څخه ځانګړې مننه کوي، چي د کندهار پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته ئې ياد سيمينار پيل کړ او د ياد آمریت کارکوونکو ته د هر راز همکاريو ډاډ ورکوي.

ن

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۴