د ملالۍ شخصي لوړو زده مؤسسې څخه څار او لیدنه وسوه

kdru_admin
Wed, Jul 31 2024 9:41 AM
private university


د سې شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي او ورسره مل هيئت د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په سپارښتنه، د شخصي پوهنتونو د دعوت او ارشاد اړوند برخو څخه ارزونه پېله کړه، چي دې ارزونه کښي، لومړی د ملالۍ شخصي لوړو زدکړو مؤسسې د دعوت او ارشاد اړوند برخو څخه څار او لیدنه وسوه او هم ئې ورځنۍ چاري وارزول سوې.

د څار او ارزوني پر مهال دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي لومړی د یادي مؤسسې د مسئولانو او د دعوت او ارشاد د مسئول سره ناسته وکړه او په ځينو برخو کښي ئې اړیني سپارښتني وکړې، وروسته ئې د ملالۍ شخصي لوړو زدکړو مؤسسې، تدریسي نصاب، کتابتون او د محصلانو د فکري روزني د سیمینارو او ورکشاپو چارو ارزونه وکړه او په دې برخه کښي د یادي مؤسسې د مسئولانو هڅي وستایلې.

د یادولو وړ ده، چي د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت مسئولان به د ارزوني په دې لړۍ کښي، د کندهار د نورو شخصي لوړو زدکړو مؤسسو ارزونه هم وکړي او راپور به ئې د لوړو زده کړو له وزارت سره شریک کړي.

نېټه: ۱۴۰۳/۵/۱۰