د مستشفی عمر تدریسي روغتون جراحي څانګه

kdru_admin
Mon, Dec 22 2025 2:01 PM
image

د مستشفی عمر تدریسي روغتون جراحي څانګي په تېره میاشت کي ۶۲ عملیات کړي

د کندهار پوهنتون د مستشفی عمر تدریسي روغتون اړوند جراحي څانګي د خپلو متخصصینو ډاکټرانو په مټ، په تېره لیندۍ (قوس) میاشته کي شاوخوا ۶۲ جراحي عملیات کړي دي، چي د دې عملیاتو له ډلي څخه ۴۱ ناروغان نارینه او ۲۲ ناروغان ښځینه ول.

د مستشفی عمر تدریسي روغتون اړوند د جراحي څانګي مسئول، محترم ډاکټر مصطفی رحماني د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت سره د مرکې پر مهال وویل: په یاده موده کي د عمومي جراحۍ په برخه کي ۲۱ عملیاته، د یورولوژۍ په څانګه کي ۹، د کوچنیانو جراحي په برخه کي ۸، د ارتوپېډۍ په برخه کي۶، د غوږ، پزي او ستوني ۱۵ عملیاته او د نسایي ولادي څانګي په برخه کي بیا ۳ عملیات سوي.

دغه راز د یاد روغتون رئیس محترم ډاکټر احمدشاه عمر وایي؛ چي په همدې موده کي یو بستر ناروغ کوچنی، چي په نورو ځایو کي د عاجل عملیات سپارښتنه سوې وه، د الله جل جلاله په نصرت او د روغتون د مسلکي ټیم د هڅي په پایله کي له جراحي عملیاتو پرته روغ سو او له روغتون څخه کور ته رخصت سو.

د مستشفی عمر تدریسي روغتون مسئولان ډاډ ورکوي، چي یاد روغتون به د معیاري طبي خدماتو د وړاندي کولو، د محصلانو د عملي روزني او د ناروغانو د لا ښې درملني په برخه کي خپلو هڅو ته دوام ورکړي