د مرغومي د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوه
د مرغومي د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوه
د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئیس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري، د مرغومي (جدي) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ قدرمن غړي، د پوهنځيو محترم رئیسان او د آمریتو ښاغلي آمران حاضر ول.
یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه؛ په شروع کي د کندهار پوهنتون رئیس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او دا مبارک آيت ئې تلاوت کړ؛ قال الله تعالی: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ. ژباړه: اې مؤمنانو! د الله تعالی، د هغه د رسول او د خپلو امیرانو اطاعت وکړی. نو قدرمنو رئیسـانو! يو نظام هغه وخت پر خپلو پښو درېدلای سي، چي اطاعت پکښي موجود يي، موږ او تاسي د بېاطاعتۍ بدي پایلي په تېرو نظامو کي په ښکاره ډول لیدلي دي؛ که خدای مه کړه، یو کس هم له اطاعته سرغړونه وکړي؛ تاوان ئې د هغه کس ترڅنګ ټولني او نظام ته هم رسېږي، د اُحد په غزا کي؛ کله چي د مسلمانانو له ډلي څخه يوې ډلي د اطاعت په برخه کي تېروتنه وکړه؛ نو مسلمانانو ته ئې ستر تاوان واړاوه؛ ګڼ شمېر صحابه کرام شهیدان سول او آن رسول الله صلیاللهعلیهوسلم هم زخمي سو؛ دا پېښه موږ ته دا روښانه کوي، چي اطاعت څونه ستر ارزښت لري؛ که موږ په خپل منځ کي لا یووالی وکړو او د خپلو امیرانو اطاعت ته لا ژمن پاته سو؛ نو بې شکه پرمختګ به وکړو او بریالیتوب ته به ورسيږو؛ کندهار پوهنتون ته د ټول نظام او اولس سترګي ور اوښتي دي؛ ځکه له همدې تحصیلي مرکز څخه د هيواد او نظام د پیاوړتیا بنسټ اېښوول کيږي. په وروستیو کي ښاغلي طیبي صاحب په بېلابېلو اداري، علمي او روزنیزو برخو کي سپارښتني هم وکړې.
ورپسې د معاونيتو درنو مرستيالانو او د بېلابېلو پوهنځيو محترمو رئېسانو د خپلو فعاليتو راپورونه وړاندي کړل او د راتلونکو پلانونو په اړه ئې معلومات شریک کړل.
په دې ناسته کي د ستوماتولوژي، جیولوژي او معادن پوهنځیو د ظرفیت ارزونه او د يادو پوهنځیو د کادري بستونو پر اعلانولو ، د محصلانو د مونوګرافو د دفاع پر وخت، د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرامینو د وړاندي کولو، عملي کولو او د نظارت کړنلاري پر تائید، استادانو او کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد آمریت د درسو پر پیلېدا، هغه استادانو چي لا ئې درې کاله پوره نه دي د فوقلیسانس برنامو ته د معرفي کولو او دغه راز پر ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو بحث وسو، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې او وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ١٤٤٧/٨/٢