د محصلانو د څېړنيزو مهارتو د لوړاوي درې ورځنی ورکشاپ پېل او اوله برخه ئې وړاندي سوه

kdru_admin
Thu, May 01 2025 7:55 AM
image



د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختايي مرکز د غونډو په تالار کي، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت په نوښت د مسلکي پرمختايي مرکز او د ښووني او روزني پوهنځي په همکارۍ، د مونوګراف لیکني، د علمي مقالې لیکلو مهارتونه او په نړۍ والو ژورنالو کي د څېړنو خپرولو پر تګلارو درې ورځنی ورکشاپ پېل او اوله برخه ئې وړاندي سوه، چي پر مهال ئې لسونه محصلان حاضر ول.

د یاد ورکشاپ په اوله ورځ، د مونوګراف برخه وه، چي د مسلکي پرمختايي مرکز آمر محترم پوهنمل عطاءالله محمدي وړاندي کړه؛ هغه د خپلو خبرو په پېل کي، د مونوګراف پر ارزښت او تعریف خبري وکړې، چي په خبره ئې د مونوګراف لیکل نه یوازي د څېړني مهارتونه لوړوي؛ بلکي د هغوی علمي اعتبار او پوهه هم تائيدوي.

وروسته ښاغلي محمدي د مونوګراف پر لیکني او شکلي برخو باندي بېلابېل معلومات وړاندي کړل. د ورکشاپ په وروستۍ کي، د محصلانو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او ورکشاپ په دؤعا کولو سره پای ته ورسېد.

د يادوني وړ ده، چي د دې ورکشاپ دوهمه برخه به، د علمي مقالې د لیکلو پر مهارتو، د څېړني پر اصول او د علمي سرغړوني د مخنيوي پر لارو چارو باندي وړاندي سي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲