د مثبت فکر ګټي: ذهني سکون، علمي پرمختګ او ټولنیزه بریا

د کندهار پوهنتون د مرکزي لابراتوار د غونډو په تالار کي، د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند د رواني کلینیک مدیریت، (د مثبت او منفي فکرونه اغېزې د محصلانو پر ذهني او رواني حالت) په نامه سیمینار وړاندي کړ.
د سیمینار په پېل کي د رواني کلینیک عمومي مدیر ښاغلي ننګیالي صدیقي، محصلانو ته ښه راغلاست ووايه او د سیمینار د اهمیت په اړه ئې خبري وکړې؛ وروسته د ښووني او روزني پوهنځي د ارواپوهني د څانګي استاد، پوهندوى دوکتور قدرت الله نظري سیمینار پېل کړ؛ هغه د مثبتو او منفي فکرو پر رواني، ذهني او عملي اغېزو هر اړخیز بحث وکړ.
ښاغلي نظري د خپلو خبرو پر مهال یادونه وکړه، چي مثبت فکر د انسان ذهني سکون، علمي پرمختګ، او ټولنیزه بریا ته زمېنه برابروي؛ خو برعکس، منفي فکرونه د روحي فشارو، ناکامۍ، او ذهني اضطراب لامل ګرځي.
همدارنګه ښاغلي استاد د ذهن پر سمبالښت، د ځاني باور پر لوړولو او د اروايي توازن د ساتلو پر مهمو لارو چارو هم تفصیلي معلومات ورکړل او محصلانو ته ئې سپارښتنه وکړه، چي تل دي مثبت فکر کوي او له منفي فکرو څخه دي ځان وساتي؛ تر څو له ذهني فشار او اضطراب څخه خوندي سي.
په پای کي ګډونوالو د دې ډول علمي او اروايي روزنیزو پروګرامو له تنظیم څخه خوښي وښوده او ټینګار ئې وکړ، چي ورته برنامې دي دوام ولري.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۱۳