د ماسټرۍ برنامو له پاره کانکور واخيستل سو

kdru_admin
Mon, Oct 07 2024 9:42 AM
Master

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د آزموینو د ملي ادارې، د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د MPH او د شرعیاتو پوهنځي اړوند د اسلامي تعلیماتو ماسټرۍ برنامو له پاره د سلونو ګډون والو څخه کانکو واخيست.

د آزمویني د پرانیستني مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سول، په سر کښي، د کندهار پوهنتون محترم رئېس شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي ټولو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې د آزمویني کاندیدانو ته، په خطاب کښي وویل: تاسي ټول د قدر وړ یاست، ستاسي سره ښه علم در سره دئ؛ ولي دغه آزموینه اخیستل په دې مانا نه ده، چي د ا.ا.ا پر تاسي بې باوره دئ، بلکي د ښه باور د رامنځته کولو او وړ کسانو د جذب په موخه اخیستله کیږي. ښاغلي طیبي زیاته کړه، چي کندهار پوهنتون د نورو پوهنځیو له پاره هم د ماسټرۍ او دوکتورا د برنامو د ایجاد پلان لري، او په دې برخه کښي لوړو زده کړو وزارت د پوره همکاریو ډاډ راکړی.

ورپسې د آزموینو د ملي ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي معلم احمد حقاني، په خپلو خبرو کي د آزمویني ټولو ګډون والو ته ډاډ ورکړ، چي د آزمویني ټول بهیر به، پرته له کومي لاس وهني او په شفاف ډول سرته رسېږي، او ستاسي پایلي به ستاسي د استعداد پر اساس اعلانیږي. هغه د کندهار پوهنتون د مسئولانو او استادانو له همکاري څخه خوښي وښوده، چي د دې پروسې په منظم ډول مخ ته وړلو کښي ئې ورسره کړې.

تر مراسمو وروسته د پوښتنو صندوق د کندهار پوهنتون رهبرۍ، د لوړو زده کړو وزارت راغلي هيئت او د آزمويني دوو ګډونوالو پرانيست او ټولو ګډون والو ته په منظم ډول د سوالو فورمې ووېشلي سوې او وروسته د کانکور بهير مسئولانو او هیئت په منظم ډول وڅاره.