د لوړو زده ‌کړو له پاره د مناسب مسیر د ټاکلو په نوم سیمينار وړاندي سو

kdru_admin
Thu, May 07 2026 11:56 AM
image

د لوړو زده ‌کړو له پاره د مناسب مسیر د ټاکلو په نوم سیمينار وړاندي سو

په ټولنه کښي د پوهنتون د ونډي په پام کښي نیولو سره د کندهار پوهنتون په مسلکي پرمختیايي مرکز کښي د هیواد قلم خصوصي لیسې د ۱۲م ټولګي زده کوونکو ته، د لوړو زده‌ کړو له پاره د مناسب مسیر د ټاکلو په نوم سیمينار وړاندي سو.
سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پیل سو؛ په پیل کښي د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر پوهندوی عصمت‌الله عثماني صاحب لومړی ټولو زده کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته ئې د موضوع اړوند په یو جوړ سوي پرېزینټېشن کښي د لوړو زده‌ کړو اهمیت، د تخصص ارزښت، د رشتې ټاکلو معیارونه او د سم انتخاب ګټي په واضح ډول بیان کړې.

وروسته د انجنیري پوهنځي استاد پوهنوال انجنیر نذیر احمد قانع صاحب، د ښووني او روزني پوهنځي استاد پوهنوال دوکتور قدرت‌الله نظري صاحب، د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي رئیس پوهندوی محمد محتاج صاحب او د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنیار عبدالله زیارمل صاحب، د لوړو زده ‌کړو پر اهمیت، د پوهنځیو پر انتخاب، د کندهار پوهنتون د فعالو پوهنځیو په اړه معلومات او د کانکور اړوند د زده‌کوونکو تجربې له ګډونوالو سره شریکي کړې؛ دغه راز ئې زده‌کوونکو ته لازمي لارښووني وکړي؛ ترڅو وکولای سي د خپلو علاقو، وړتیاوو او د ټولني د اړتیاوو په نظر کښي نیولو سره مناسب تحصیلي مسیر وټاکي او د خپل راتلونکي له پاره سمه پرېکړه وکړي.

وروسته سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ١٤٤٧/١١/٢٠