د لوړو زده کړو سرپرست وزير د کندهار پوهنتون له محصلانو سره وکتل

kdru_admin
Sun, Nov 24 2024 3:03 PM
image

د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر قدرمن شېخ مولوي نداء محمد ندیم صاحب کندهار ته د رسمي سفر په ترڅ کښي، د کندهار پوهنتون د بېلابېلو څانګو له محصلانو سره وکتل، چي پر مهال ئې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت ارشاد رئېس محترم شېخ شاکرالله وحدت، د یاد وزارت د مالي او اداري چارو رئېس عبدالباري خپلواک او د کندهار پوهنتون د رهبرۍ غړي حاضر ول.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کښي د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر جلالتمآب شېخ مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل: د خپل سفر په لړ کښي د هر پوهنتون د محصلانو سره وینم؛ ځکه چي د تحصلي نظام اوسني ټول مصارف ستاسو محصلانو له پاره کیږي؛ همداراز شېخ صاحب زیاته کړه، چي زه آمر نه؛ بلکي ستاسي خادم یم، چي هر څه غوښتني او وړاندیزونه لری، په ډاډه زړه ئې شریک کړی.

وروسته محصلانو د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ډېر محترم شېخ مولوي نداء محمد ندیم صاحب ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې محصلانو په نوبتي ډول خبري وکړې، دوی لومړی ډېره خوښي وښودله، چي د ېوه اسلامي او شرعي نظام تر حاکمیت لاندي ژوند کوي او شکر ئې ادا کړ، چي د نظام مشران مو ورځ تر بلي د هیواد پرمختګ له پاره ګامونه اخلي. وروسته محصلانو د کندهار پوهنتون د رهبرۍ د منني ترڅنګ، په ځني برخو کښي خپل وړاندیزونه او غوښتني د لوړو زده کړو د سرپرست وزير سره شریکي کړې، چي وزیر صاحب د وزارت په کچه د بشپړي همکارۍ ډاډ وړاندي کړ او ژمنه ئې وکړه، چي ټولي ستونزي به ئې ورحل کړي او دغه راز ټولو غوښتنو ته د رسېدو په موخه به ئې پوره هڅه وکړي.

وروسته کتنه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۰۳/۹/۳