د قندهار پوهنتون رئیس: د پوهنتون ټولي ورځنۍ چاري دي د نافذه اصولو او مقرراتو سره نوري هم برابري سي

kdru_admin
Mon, Nov 23 2026 10:04 AM
د قندهار پوهنتون رئیس: د پوهنتون ټولي ورځنۍ چاري دي د نافذه اصولو او مقرراتو سره نوري هم برابري سي

 

 

د قندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د پوهنتون د رئیس شيخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي په مشري د لړم (قوس) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ غړي، د پوهنځيو رئیسان او د آمریتو آمران حاضر ول.

 

یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه؛ په شروع کښي د قندهار پوهنتون رئیس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو پر مهال ئې د ع.الیقدر ام.یرالمؤم.نین ش.یخ الاس.لام ح.فظه الله تعالی د فرامینو د اغېزو په علمي او څېړنیز کنفرانس کښي د قندهار پوهنتون د ۴۸ علمي مقالو په وړاندي کولو او د ملک د ټولو پوهنتونو په کچه د دوهم مقام په ترلاسه کولو خوښي وښودله او د دغه علمي بریالیتوب مبارکي ئې د پوهنتون ټول علمي کهول ته وویله او د استادانو هڅي ئې وستایلې، چي د علمي څېړنو له لاري ئې د پوهنتون علمي اعتبار پیاوړی کړی او د علمي تولیداتو په برخه کښي ئې د قندهار پوهنتون نوم روښانه کړی دئ؛ همدارنګه، هغه د پوهنتون له ټولو مسئولانو وغوښتل، چي خپلي ورځنۍ چاري د نافذه اصولو، مقرراتو او اداري لارښوونو مطابق لا په منظم ډول ترسره کړي.

 

ورپسې د معاونيتو مرستيالانو او د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو د خپلو فعالیتو راپورونه وړاندي کړل او د راتلونکو پلانو په اړه ئې معلومات شریک کړل.

 

په یاده ناسته کښي د طب پوهنځي د مایکروبیولوژي او ایمیونولوژي، پتالوژي او اناټومي د غير فارغ ورکوونکو څانګو د ایجاد د پروپوزل پر تأئیدۍ، د افتخاري استادانو د شرایطو او طرز العمل پر ارزونه، په قندهار پوهنتون کښي د جوړېدونکي نړۍوال علمي کنفرانس د پاته چارو پر چټکتیا او د یاد کنفرانس له پاره د استادانو د علمي مقالو پر ترتیب او چمتو کولو، د طب پوهنځي د ستاژرانو (ستاژر محصلانو) له پاره په مستشفی عمر تدریسي روغتون کښي د اړینو امکاناتو پر برابرولو، د تدریسي ټولګیو له پاره د نوي تعمیرو د جوړېدو پر اړتیا او غوښتنه، په تدارکاتي، اداري او رغنیزو برخو کښي د چارو پر لا چټکتیا او ښه تنظیم او پر ځینو نورو مهمو متفرقه موضوعاتو هم بحث وسو، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه اړیني پرېکړي وسوې.

 

د ناستي په پای کښي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول؛ پر ځینو متفرقه مسایلو بحث وسو او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۶/۱۱

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت