د فلیالو پوهنتونو له پاره د څېړني، تألیف او ژباړي پنځه ورځنی ورکشاپ پېل سو

kdru_admin
Sun, Feb 23 2025 3:14 PM
image



د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کي، د لوړو زده کړو وزارت د څېړني، تألیف او ژباړي رياست په سپارښتنته، د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونیت د خپلو فلیالو (روزګان، هلمند، زابل، دایْکُندي او نیمروز) پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو استادانو ته د علمي څېړني، تألیف او ژباړي پنځه ورځنی ورکشاپ پېل کړ.

د ورکشاپ د پرانیستي غونډي پر مهال، د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونیت مرستیال، دوکتور انجینېر کمال الدین کمال، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه. نوموړي زیاته کړه: "د استادانو ظرفیت لوړونه د پوهنتونو د پرمختګ کیلي ده؛ کندهار پوهنتون تل هڅه کړې، چي د خپلو استادانو د مسلکي ودې له پاره داسي ورکشاپونه او سیمینارونه تنظیم کړي؛ تر څو هغوی د علمي څېړنو په برخه کي لا پرمختګ وکړي؛ زموږ اساسي هدف دا دئ، چي تاسو د خپلو څېړنو، تألیف او ژباړې مهارتونه نور هم پیاوړي کړئ، نو له تاسو هیله لرم، چي د ورکشاپ له منځپانګي ډېره استفاده وکړئ."

ورپسې، د کندهار پوهنتون رئېس، الحاج شېخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي، د علمي څېړنو ارزښت، د اسلام له نظره د څېړني اهمیت او د استادانو د ظرفیت لوړوني په برخه کي د دا ډول ورکشاپو اهمیت ته اشاره وکړه. هغه وویل: "څېړنه د علم د پرمختګ اساس دئ؛ موږ باید د خپلو علمي څېړنو کیفیت لوړ کړو؛ ترڅو وکولای سو د پوهي په ډګر کي اغېزمن رول ولوبوو؛ استادان باید دا موضوعات جدي وڅېړي، په دوامداره توګه ئې تعقیب کړي او له غیرحاضرۍ څخه ځان وساتي." نوموړي زیاته کړه، چي افغانستان زموږ ګډ کور دئ او موږ ټول مسئولیت لرو، چي د دې هيواد د علمي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ له پاره هلي ځلي وکړو.

د یادوني وړ ده، چي په دې پنځه ورځني ورکشاپ کي به ګډونوال د علمي څېړنو د اساسي اصولو سره بلد سي، چي لاندي مهم موضوعات به پکښي شامل يي: Literature Review، Research Methodology، Referencing & Conclusion او داسي نور اړوند علمي موضوعات.

نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۵