د غضنفر بانک مسئولانو د اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د بانکي خدماتو په اړه سیمینار وړاندي کړ

kdru_admin
Mon, Sep 28 2026 12:22 PM
د غضنفر بانک مسئولانو د اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د بانکي خدماتو په اړه سیمینار وړاندي کړ

 

د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په هڅو، د یاد پوهنځي د غونډو په تالار کښي، په کندهار ښار کښي د غضنفر بانک څانګي مسئولانو د اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د بانکدارۍ، بانکي خدماتو او عملي زده کړو په اړه سیمینار وړاندي کړ؛

 

د سیمینار په پیل کښي د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالله زیارمل د محصلانو د عملي زده کړو پر اهمیت او د اقتصادي ودي، پرمختګ او مالي شمولیت په برخه کښي د بانکو پر ونډي بحث وکړ او دغه راز ئې زياته کړه، چي د اقتصاد پوهنځي ریاست پلان لري، چي د کندهار ولایت له ټولو بانکو څخه مسئولان پوهنځي ته را دعوت کړي؛ ترڅو د بانکو مسئولان او کارکوونکي خپلي عملي تجربې له محصلانو سره شریکي کړي.

 

وروسته د کندهار ولایت د غضنفر بانک مسئول خوشحال لودین او د یاد بانک د اړیکو مسئول عبدالبصیر زاهد د غضنفر بانک د فعالیتو، بانکي حسابو، نړۍوالو پیسو د لېږد او ترلاسه کولو، مرابحې د تمويل، بانکي ضمانتو او برېښنایي بانکدارۍ په اړه محصلانو ته معلومات وړاندي کړل.

 

دوی همدا راز په آنلاين بانکداري باندي د پېسو د لېږد، د برېښنا د بيلو، د مالیاتو د ورکړي، د موبایل کرېډیټ ترلاسه کولو، بانکي سټېټمنټ او په QR Code او POS د تادیاتو په اړه هم معلومات شریک کړل؛ د محصلانو پوښتنو ته ئې جوابونه وویل او سيمينار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۱۵

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت