د غزني پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

kdru_admin
Tue, Dec 03 2024 11:00 AM
image

 

د غزني پوهنتون د ښووني، روزني او کرهڼي پوهنځیو محصلانو د خپلو عملي زده کړو او مسلکي پوهي د لوړاوي په موخه د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د دې سفر مشري د یاد پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي استاد، پوهندوی دوکتور احمد علي کهزاد، کوله، چي د دغه علمي سفر په جریان کښي، محصلانو لومړی د کندهار پوهنتون د ارواښاد علامه عبدالحي حبیبي له کتابتون څخه لیدنه وکړه، چي د یاد کتابتون آمر ښاغلي مولوي محمد عبدالله د دغه کتابتون په اړه محصلانو ته هر اړخیز معلومات ورکړل او هم محصلانو د کتابتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او ځیني کتابونه ئې ولوستل.

ورپسې، محصلانو د کندهار پوهنتون د مرکزي لابراتوار اړوند د ښووني او روزني پوهنځي د کېمیا، فزیک او بیولوژي څانګو له لابراتوارو څخه لیدنه وکړه؛ هغوی ته، په دې لابراتوارو کښي د عملي زده کړو اړوند وسایل او مواد ور وپېژندل سول.

همدارنګه، محصلانو د کمپیوټر ساینس پوهنځي د کمپیوټر لابراتوار څخه هم لیدنه وکړه، چي په ترڅ کښي ئې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استادانو د لابراتوار په فعالیتو او تجهیزاتو مفصل معلومات ورکړل؛ همداراز د غزني پوهنتون محصلانو د خپل علمي سېر پر مهال، د طب پوهنځي او د کندهار ښار له بېلابېلو تاریخي او سیاحتي ځایو څخه هم لیدنه وکړه.

نېټه: ۱۴۰۳/۹/۱۲