د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه

kdru_admin
Sat, May 23 2026 2:57 PM
image

د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئیس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د غويي (ثور) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ قدرمن غړي، د پوهنځيو محترم رئیسان او د آمریتو ښاغلي آمران حاضر ول.

یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه؛ په شروع کښي د کندهار پوهنتون رئیس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، او زيات ئې کړه: د پوهنتون په کچه په ټولو کمېټو کښي دي د کمېټو غړي پوره او منظم ګډون وکړي او خپلي چاري دي په مسئولانه ډول تعقیب کړي؛ همداراز کله چي کوم مکتوب یا وړانديز(پیشنهاد) کمي ادارې ته واستوی؛ باید عملي تعقیب ئې هم وسي؛ تر څو چاري په ښه ډول مخ ته ولاړي سي؛
وروسته ښاغلي طیبي صاحب د محصلانو صورت او سیرت ته د لا زیاتو اصلاح په برخه کښي د دعوت او ارشاد آمریت سره پر همکارۍ کولو او په ځينو اداري او علمي برخو کښي ګدونوالو ته سپارښتني وکړې.

ورپسې د معاونيتو درنو مرستيالانو او د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو د خپلو فعالیتو راپورونه وړاندي کړل او د راتلونکو پلانونو په اړه ئې معلومات شریک کړل.

په دې ناسته کښي د کیفیت د لوړاوي چارو پر لا پاملرني، د حاضریو پر منظم کنټرول، د محصلانو راتلونکي نهایي آزمویني پر ترتیب، د مالي او اداري چارو پر لا چټکتیا او ښه تنظیم، د محصلانو د عملي کار پر پیاوړتیا، د کندهار پوهنتون د نړۍوال کنفرانس له پاره د مقالو پر ترتیب او چمتووالي؛ او دغه راز پر ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو بحث وسو، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې او وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ١٤٤٧/١٢/٤