د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه

kdru_admin
Mon, Dec 23 2024 10:43 AM
image



د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د پوهنتون د علمي چارو د مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالمزي په مشري د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ غړي، د پوهنځيو رئېسان، د ځینو آمریتو آمران او اداري کارمندان حاضر ول.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالمزي، د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې د تېري شورا پرېکړو ته لنډه کتنه وکړه او د تر سره سوو اجراءاتو د راپور د وړاندي کولو تر څنګ ئې د چارو د ښه تنظیم او همږغۍ، د اُصولو د تطبیق، په چارو کښي پر لاښه اخلاص او لا ښه همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي مشک عالمزي د نورو مهمو مسائلو ترڅنګ، د سیمیسټر د نهايي آزمویني له پاره پر چمتوالي، د کندهار پوهنتون د ويب پاڼي پر تنظیم، د استادانو او محصلانو د حاضرۍ پر نور کنټرول او نورو اړوند موضوعاتو باندي خبري وکړې.

ورپسې د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي د محصلانو چارو اړوند موضوعات له ګډونوالو سره شریک کړل؛ هغه د نورو موضوعاتو تر څنګ د پاته پوهنځیو د محصلانو پر علمي سېر کولو، د سیمیسټر د آزمویني پر وخت، HEMIS ته د محصلانو د نؤمرو رسولو او پر نورو اړوندو موضوعاتو باندي بحث او خبري وکړې او په اړه ئې تر نظرو تبادلې وروسته مهمي پرېکړي وسوې.

ورپسې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور انجینېر کمال الدین کمال په کندهار پوهنتون کښي د دائرېدونکي نړۍوال کنفرانس په اړه خپل راتلونکي پلانونه شریک کړل او د مسلکي پرمختيايي مسئول د راتلونکي محصل محوره او د پايلو پر بنسټ زدکړي ورکشاپ او د پرمختللي رهبرۍ د ورکشاپ پر دائرېدو معلومات وړاندي کړل.

د ناستي په پای کښي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول او همدارنګه پر ځینو بېلابېلو مسایلو هم بحث وسو او په اړه ئې مهمي پرېکړي وسوې.

وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
نېته: ۱۴۰۳/۱۰/۳