د ظاهر شاهي لیسې زده کوونکو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د ظاهر شاهي لیسې زده کوونکو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه
په کندهار کي د ظاهر شاهي لیسې د دوولسم ټولګي ٨٠ زده کوونکو، د کندهار پوهنتون د علامه حبیبي کتابتون، دارالصالحین لیلیه، مسجد، د غونډو عمومي تالار، انجینري او کمپیوټر ساینس پوهنځیو او د انجنيري پوهنځي اړوند د محصلانو د عملي کار د پارک څخه لیدنه وکړه او په اړه ئې معلومات ترلاسه کړل، چي پر مهال ئې د یادي لیسې مسئولان هم حاضر ول.
د کتابتون څخه د لیدني پر مهال، د کتابتون مسئولانو لومړی د کندهار پوهنتون په اړه معلومات ورکړل او وروسته ئې د کتابتون د ټولو برخو په اړه معلومات ورکړل او هم ئې راغلو زده کوونکو و مطالعې کولو ته وهڅول؛
په وروستیو کښي، راغلو زده کوونکو ته، د کندهار پوهنتون مرکزي لابراتوار هم ور وښوول سو او زده کوونکو د کندهار پوهنتون د مسئولانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دوی په علمي سېر کښي مرسته او همکاري وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۴