د شيوخو کرامو د درسو په لړۍ کښي د ټولو پوهنځیو محصلانو ته بیانونه وسول

kdru_admin
Sat, Oct 24 2026 9:54 AM
د شيوخو کرامو د درسو په لړۍ کښي د ټولو پوهنځیو محصلانو ته بیانونه وسول

 

 

د کندهار پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت د خپلو فعالیتو په دوام، د شیوخو کرامو د درسو په لړۍ کښي، د تېرو ٧ ورځو په جریان کښي، د ټاکل سوي مهال ‌وېش مطابق د سهار او ماپښین دورې د ټولو پوهنځیو زرونو محصلانو ته د (د ګناهو تاوانونه او د اسلامي نظام څخه د وتلو احکام) بیانونه وکړل.

 

ياد بیانونه د ټاکل سوو پوهنځیو محصلانو ته د ټاکل سوي مهالوېش سره سم د کندهار د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست رئیس، شیخ الحدیث مفتي کریم الله فقير، د کندهار د علماوو شورا غړی شیخ الحدیث مولوي محمد محمدي، د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست اړوند د شکاياتو اورېدلو مسئول شیخ الحدیث مولوي عبدالوارث حنفي، د ستري محکمې قضايي مرستيال شیخ القرآن والحدیث مولوي نورالله منير او د طب پوهنځي محصلانو ته د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي وکړل.

 

په دغو بیانو کښي شیوخو کرامو د (د ګناهو تاوانونه او د اسلامي نظام څخه د وتلو احکام) موضوع د قرآن کریم د مبارکو آیاتو او نبوي احادیثو په رؤنا (رڼا) کښي په تفصیل سره تشریح کړه او محصلانو ته ئې د ګناهو پر ناوړه پایلو، د انسان پر فردي او ټولنیز ژوند د ګناهو پر اغېزو او د ګناهو څخه د ځان ساتني پر اهمیت؛ همدارنګه ئې د اسلامي نظام څخه د وتلو اړوند احکام تشریح کړل او د دې موضوع په اړه ئې د شرعي لارښوونو پر رعایتولو ټینګار وکړ.

 

په پای کښي محصلانو ته د خپلو ورځنیو کړنو او ټولنیز ژوند په برخه کښي د اسلامي لارښوونو د عملي کولو په موخه بېلابېلي سپارښتني وسوې.

 

د یادولو وړ ده، چي د هر بیان په پیل کښي به د قرآن کریم له تلاوت وروسته، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د توشیح سوو فرمانو یوه ماده هم بیانېدله.

 

نېټه: ١٤٤٨/٥/۱۲

د نشراتو او عامه اړیکو آمریت