The Message of Kandahar University’s Chancellor

Kandahar University, established in 1990-1369 under the auspices of the Ministry of Higher Education, holds a prominent position among the five distinguished universities. Located in the former capital and current political and cultural hub of Kandahar, it also monitors the academic and administrative affairs of five provincial universities: Kandahar, Helmand, Oruzgan, Zabul, and Daikundi.

Kandahar University aspires to emerge as a leading institution in various scientific disciplines, providing exceptional education and conducting groundbreaking research for the betterment and advancement of society. Under the leadership of a dedicated, experienced, and proficient leadership team, Kandahar University strives to establish itself as a reputable and esteemed global institution.

Shekh Moulavi Abullrahman tuiabi

Voice Chancller

د سیرت النبي ﷺ د سیالۍ پايلي د ېوې شانداري غونډي په ترڅ کښي اعلان سوې

kdru_admin
Mon, May 13 2024 2:54 PM
Image

د پنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت او د دعوت او دعوت ارشاد آمریت په همکاري، په ېوه شانداره غونډه کښي، د ۳۰۰ هغو محصلانو، چي د سيرت النبي ﷺ د سيالۍ په آزموينه کښې ګډون کړى وو؛ پايلي اعلان او ممتاز محصلان وستايل، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس شیخ م. عبدالرحمن طیبي، د کندهار ولایت مقام مرستیال م. حیات الله مبارک، د ابراهیم النخعي جامعې ریاست مشر شېخ مولوي عبدالصادق غزنوي، د کندهار د پوهني رئېس م. فخرالدین نقشبندي، استادان او سلونه محصلان حاضر ول.

 

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیتو په تلاوتولو پېل سوله؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس شیخ م. عبدالرحمن طیبي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلي وینا پر مهال ئې یاده سیالي وستایله او او دا ئې د محصلانو له پاره د پيغمبر ﷺ سيرت د زده کولو له پاره ښه ذریعه وبلله.

 

ورپسې د کندهار ولایت مقام مرستیال م. حیات الله مبارک د خپلي وینا په پېل کښي، د سیرت النبي ﷺ د سیالۍ په آزموینه کښي ټولو ممتازو محصلانو ته مبارکي وویله؛ هغه زیاته کړه؛ د نبي ﷺ د مبارک شخصيت په اړه که هر څونه خبري وکړو، بيا هم کمي دي؛ د نبي ﷺ مبارک سيرت د نړۍ د ټولو انسانانو له پاره د کاميابۍ ذريعه ده؛ نو په خپلو ځانو کښي اصلاح او شرعي اُصولو ته ژمن کېدل مو لومړيتوب دئ؛ ځکه چي زموږ سيرت او صورت بايد پر الهي احکامو برابر؛ سنت طريقې ته جوړ او د ېو مخلص مؤمن نماينده ګي وکړي.

ښاغلي مبارک وویل: «موږ په خپلو ځوانانو ویاړو، همدا ځوانان دي چي زموږ تاریخ ئې ځلانده ساتلی، هر ځوان زموږ په زړونو کښي ځای لري، هر هغه څه چي د هیواد، نظام او اولس د پرمختګ سبب ګرځي؛ موږ په ویاړو. موږ ژمن یو چي ستاسي ځوانانو وړتیاوي به په کار اچوو.

د غونډي په جریان کښي، د ابراهیم النخعي جامعې ریاست مشر شېخ م. عبدالصادق غزنوي، د کندهار د پوهني رئېس م. فخرالدین نقشبندي او نورو علماء کرامو هم ویناوي وکړې، دوی د کندهار پوهنتون د ټولو مسئولانو هڅي وستایلې؛ او زیاته ئې کړه، چي علم ېوه داسي سرمایه ده، چي د یوه انسان څخه هیڅ وخت نه لیري کېدونکي ده او همدا علم دئ، چي زموږ او ستاسي د دنیا او آخرت د کامیابۍ لار ده. د دوی په خبره؛ د علم په مټ موږ الله ج او رسول‌ ص پېژنو او هغه تګلاره، چي زموږ د کامیابۍ سبب ګرځي، هغه په پېژنو.

د غونډي په ورستیو کښي، مسئولانو د یادي سیالۍ ممتازو محصلانو ته ستاینلیکونه او جايزې ورکړلې؛ په ژوند کښي د نورو برياؤ دؤعاوي ورته وسوې او غونډه د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده