د سهېل لوېديځ زون د بانکدارۍ سکټور د ودي او پرمختګ په موخه؛ د نوو تګلارو وړاندیز په نامه څېړنیز سېمپوزیم جوړ سو

د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي، اقتصاد پوهنځي، د بانکدارۍ سکټور د ودي او پرمختګ له پاره څېړنیز سېمپوزیم جوړ کړ، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د رهبرۍ، استادانو او محصلانو تر څنګ، په سهېل لوېدیځ زون کي د افغانستان بانک رئېس محترم مولوي عبدالصمد منصوري، د کندهار د اقتصاد رياست رئېس محترم مولوي نورالباقي احمد، د پښتني بانک، افغانستان اسلامي بانک، نوي کابل بانک او نورو شخصي بانکو محترم استازي، په کندهار کي، د تاج وطن ګروپ، میلکو کمپنۍ، روشن مخابراتي شرکت او حکیمي ګروپ استازي او مسئولان او د سهېل لوېدیځ زون: روزګان، هلمند او زابل ولایتو د افغانستان بانک استازي حاضر ول.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو سره پېل سوه، په سر کي د اقتصاد پوهنځي رئېس محترم پوهنیار عبدالله زیارمل ټولو کډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا دوهم سېمپوزیم دئ، چي اقتصاد پوهنځى ئې د خپل رسالت او لېرليد له مخه وړاندي کوي او د نن څېړنیز سېمپوزیم څخه هدف د بانکدارۍ سکټور د پیاوړتیا له پاره نوي علمي لاري چاري وړاندي کول دي؛ ترڅو بانکونه د تمویل په برخه کي له نوو حللارو څخه ګټه واخلي او ستونزو ته علمي حل لاري پیدا کړي.
ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو د پېل پر مهال ئې اقتصاد د ېو هيواد د پرمختګ بنسټ وباله، چي په خبره ئې، که د ېوه هيواد اقتصاد پیاوړی يي؛ نو د ټولني ټولي ستونزي هوارېدای سي. هغه وويل: مجاهدینو تېر شل کلن اشغال د سر په قربانیو ختم کړ؛ اوس زموږ او ستاسي دنده ده، چي د شهيدانو په وينو ګټل سوی دغه نظام د نورو برخو ترڅنګ، په علمي او اقتصادي برخه کي هم، نه ستړی کېدونکي هلي ځلي وکړو.
د پېل تر ویناؤ وروسته، په ترتيب سره ښاغلي ن. پوهنيار حارث احمد د بانکي کارکوونکو د وظیفوي فشارونو د کارکردګۍ پر اغېزو؛ ښاغلي پوهنمل دوکتور نقيب الله حقبین د کوچنیو کاروبارونو د تمویل له پاره د IQEMD ماډل کارولو پر اړتیا او د خلکو د ارادې پر تشریح؛ ښاغلي پوهنیار عبدالله زیارمل د اسلامي بانکونو د پېرېدونکو د وفادارۍ په رامنځته کولو کي د خدماتو کیفیت او دیني ژمنتیا د ونډي (رول) پر تحلیل او ښاغلي پوهنيار دوکتور رحمت الله پښتنون د کوچنیو کاروبارو د مالي لاسرسي او د بانکو سټراټیژیک ونډي (رول) په اړه خپلي څېړنيزي مقالې وړاندي کړلې.
وروسته په سهېل لوېدیځ زون کي د افغانستان بانک رئېس محترم مولوي عبدالصمد منصوري، د کندهار د اقتصاد رياست رئېس محترم مولوي نورالباقي احمد او د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالمزی هم ویناوي وکړې؛ دوی د دغه ډول علمي ناستو ستاینه وکړه او له اړوندو ادارو سره ئې د دوامداره همکاریو ژمنه وکړه.
په پای کي، د علمي مقالو وړاندي کوونکو، د سکټوري ادارو استازو او نورو ګډونوالو ته ستاینلیکونه، مننلیکونه او ایوارډونه ورکړل سول او سېمپوزيم د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۰