د سميسټر نهايي آزمویني پېلي سوې

kdru_admin
Thu, May 23 2024 8:27 AM
Exams

د سې شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم، د ۱۶ اونیو تدریسي او زده کړیز بهیر د خلاصېدو سره، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځيو نهایي آزمویني پېلي سوې، چي په لومړي ورځ ئې د څارني او ارزوني پر مهال د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ م. عبدالرحمن او د رهبرۍ غړي حاضر ول.

د سمیسټر نهایي آزمویني دا لړۍ به، د لوړو زده کړو وزارت د طرحي او د آزموینو د لایحې مطابق د (۱۴۰۳ ه ش) کال د جوزا د میاشتي (۲۴ مې) نېټې پوري دوام ولري.

د آزموینو بهیر به د کندهار پوهنتون رهبرۍ، د لا شفافیت په موخه وخت پر وخت څاري.