د سميسټر نهايي آزمویني
د سميسټر نهايي آزمویني پای ته ورسېدې
د کندهار پوهنتون د آزمویني د همږغۍ او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم، د پوهنتون د ټولو پوهنځيو نهایي آزمویني د روان کال د سلواغې (دلوه) د میاشتي پر (٢مه) نېټه پای ته ورسېدې.
د یادو آزموینو د هري ورځي له صحنې څخه د پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د محصلانو چارو مرستيال ښاغلي مولوي نوراحمد ايوبي صاحب او د علمي چارو مرستیال محترم پوهنیار مولوي سیف الله سعید صاحب څارنه کوله او د محصلانو حال ئې له نژدې کوت.
د پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د عامه پوهاوي، نشراتو او عامه اړيکو آمریت سره د مرکې پر مهال وویل: دا آزمویني د تېري مرغومي (جدي) میاشتي پر (٨مه) پیل سوي وې، چي د ٢٢ ورځو په موده کښي، له ټولو محصلانو څخه واخیستل سوې، چي پایلي ئې د شفافیت په رؤڼا کښي اعلان سوي.
محترم طیبي صاحب د محصلانو د ظرفیت لوړولو له پاره د ټولو امکاناتو د کارولو ژمنه وکړه او له هغوی څخه ئې وغوښتل، چي د پوهنتون له ټولو سته امکاناتو څخه سالمه ګټه واخلي.
نېټه: ١٤٤٧/٨/٣