د (رهبرۍ اُصول) سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
Sat, Nov 02 2024 3:47 PM
image

د کندهار پوهنتون په مسلکي پرمختیايي مرکز کښي، د بشري سرچینو د آمریت اړوند د ظرفیت لوړوني عمومي مدیریت، اداري کارکوونکو ته د مُدیرتي دندو د لا ښه پوهاوي په موخه د د رهبرۍ د اُصولو سیمنار وړاندي کړ.

سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو؛ په سر کښي د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي رئېس پوهنمل محمد محتاج د رهبرۍ پر اهمیت وینا وکړه؛ هغه وویل: رهبرۍ ته د کورنۍ، ټولني، سازمان او د هیواد په کچه اړتیا سته؛ که چیري ېوه ټولنه بېله رهبرۍ څخه ژوند کوي او یا هم د ادارې په سطحه رهبري وجود و نه لري؛ هلته به ګډوډي، بې نظمي اوج ته رسېدلې يي؛ نو رهبري د کورنۍ، ټولني، سازمان او د هیواد د پرمختګ ده.

وروسته ښاغلي محتاج د رهبرۍ اُصول اړوند جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښي د رهبرۍ پر اهیمت؛ د رهبر او مدیر ترمنځ پر توپیر؛ رهبري په اسلام کښي؛ د رهبرۍ پر رول؛ د رهبرۍ پر دندو؛ د رهبرۍ پر ځانکړتیاؤ، د رهبرۍ پر سټایلو او نورو موضوعاتو باندي بحث او خبري سوي وې.

د سیمیناذ په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او سیمینار په دؤعا کولو سره پاى ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۰۳/۸/۱۲