د رسنیو عملیاتي مرکز ۱۵۴ محصلان د عملي زده‌کړو څخه فارغ کړل

kdru_admin
Mon, Jun 22 2026 8:40 AM
image

د رسنیو عملیاتي مرکز ۱۵۴ محصلان د عملي زده‌کړو څخه فارغ کړل

د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي اړوند د رسنیو عملیاتي مرکز؛ د اول او دوهم ټولګي ۱۵۴ محصلان په اډاب اډېشن، اډاب فوټوشاپ او اډاب اليسټرېټر، راډیو تخنیک او راپور لیکني په برخو کښي تر روزلو وروسته په يوه پرتمينه غونډه کښي، چي د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي جوړه سوې وه؛ فارغه کړل.

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه؛ په سر کښي د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي رئیس محترم پوهنيار رشاد احمد احمدي صاحب ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وې (وه يې) ویل: د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی هڅه کوي، چي خپل محصلان د نظري زده‌کړو ترڅنګ په عملي برخه کښي هم په ښه ډول وروزي؛ تر څو تر فراغت وروسته د رسنیو او عامه اړیکو په ډګر کښي په مسلکي ډول فعالیت وکړي؛ هغه د رسنیو عملیاتي مرکز له ټولو کارکوونکو څخه مننه وکړه، چي د محصلانو د عملي مهارتو د لوړاوي په برخه کښي ئې نه ستړي کېدونکي هڅي کړي دي.

وروسته د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د یادو روزنیزو پروګرامو او ورکشاپو پر تنظیم خوښي وښووله او وې ویل؛ د کندهار پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، محصلان د نظري زده‌کړو ترڅنګ په عملي مهارتو هم سمبال کړي؛ ځکه ټولنه او هيواد هغو ځوانانو ته اړتیا لري، چي وکولای سي خپل علم په عملي ډګر کښي وکاروي او د خلکو او نظام خدمت وکړي؛ ښاغلي طیبي صاحب محصلانو ته سپارښتنه وکړه، چي د خپلو مسلکي وړتیاوو د لا پیاوړتیا له پاره لا ډېره هڅه وکړي.

د غونډي په وروستيو شېبو کښي ټولو ګډونوالو ته تصدیق‌پاڼي ورکول سوې او د هغوی د لا زیاتو بریاوو او پرمختګ په موخه دؤعاوي وسوې.
د یادولو وړ ده، چي په یادو ورکشاپو کښي محصلانو ته د اډاب اډېشن په برخه کښي د هغه (اډاب ايډېشن) پروګرام انسټالېشن، د ياد پروګرام د مهمو برخو پېژندل، د ږغ ایډیټ، ایګو ورکول، د ږغو میکس کول او راډیويي تولیدات په عملي ډول ور وښوول سول؛ دغه راز د اډاب فوټوشاپ او اډاب اليسټرېټر په ورکشاپو کښي د ګرافیک ډیزاین بنسټیز مهارتونه، د انځورو ایډیټ، د تصدیق‌پاڼو، بروشورو، پېژندکارټو او رسنیزو ډیزاینو جوړول تدریس او عملي تمرین سول؛ او د راپور ليکني په برخه کښي محصلانو ته د راپور لیکني، مرکو، خبر جوړوني او راډیو تخنیک عملي روزنه ورکول سول.

نېټه: ۱۴۴۸/۱/۵