د راپور جوړوني سیمینار دائر سو
![fd](/sites/default/files/2024-10/llllll_1.jpg)
د کندهار پوهنتون په مسلکي پرمختیايي مرکز کښي، د بشري سرچینو آمریت د ظرفیت لوړوني عمومي مدیریت، اداري کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو د لاښه پوهاوي په موخه د راپور جوړوني سیمینار دائر کړ.
سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو؛ په سر کښي، د پلان او پالیسۍ عمومي مدیر ضیاء خان زیارمل د راپور اړوند جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښي د راپور پر پېژندنه، تعریف، د راپور اهمیت، ځانګړتیاوي، د راپور پر ډولونو، د راپور پر جوړښت او نورو موضوعاتو باندي بحث سوى وو.
د سیمینار په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او سیمینار په دؤعا کولو سره پاى ته ورسېد.