د دعوت او ارشاد آمریت د مشورتي کمېټې نوبتي ناسته وسوه

kdru_admin
Mon, May 13 2024 10:58 AM
dawat & Irshad

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د کیفیت د لوړاوي آمريت د غونډو په تالار کښي، د دعوت او ارشاد آمریت د مشورتي کمېټې غړو ترمنځ نوبتي ناسته دائره سوه، چي د دې کمېټې ټول غړي پکښي حاضر ول.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه، په سر کښي د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي د کمېټې ټولو غړو ته ښه راغلاست ووايه او د کمېټې نوي غړي ئې معرفي کړل؛ وروسته ئې د یادي کمېټې تېرو پرېکړو ته لنډه کتنه وکړه او له ټولو څخه ئې ځانګړې مننه وکړه، چي د دعوت او ارشاد آمریت د فعالیتو د لا ښه ترسره کولو له پاره یاد آمریت ته مشورې ورکوي.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، پوهنتون کښي، د دعوت او ارشاد آمریت فعالیتونه خورا مهم یاد کړل او په دې برخه کښي ئې د چارو د ښه تنظیم، همږغۍ، د اسلامي اُصولو او د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر په برخه کښي، د عالـ.یقدر امیرالمـ.ؤمنین حفظه الله د فرمانو د ښه تطبیق، د کاري بهیر د چټکتیا او شفافیت غوښتنه وکړه.

د کمېټې په وروستیو کښي، د یادې کمېټې د (۱۴۰۳ ه.ش) پر پلان، د یادي کمېټې پر لایحه او نورو متفرقه موضوعاتو باندي بحث وسو او په اړه ئې اړیني پرېکړي وسوې. او ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.