د خاطره ليکني سيالي وسوه
د خاطره ليکني سيالي وسوه
د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د غونډو په تالار کښي، د یاد پوهنځي د پښتو او انګرېزي څانګو محصلانو ترمنځ د خاطره ليکني سيالي وسوه، چي پر مهال ئې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادان او محصلان حاضر ول.
په یاده سیالي کښي اته لیکل سوي خاطرې وویل سوې، چي تر اورېدني او د ژوري هيئت تر ارزوني وروسته، اول مقام
د پښتو څانګي د درېيم ټولګي محصل بخت محمد يارمل؛ دوهم مقام د پښتو څانګي د څلورم ټولګي محصل محمد قاعد اکبري او درېيم مقام د پښتو څانګي د درېيم ټولګي دوو محصلانو محمدالله شاهد او ضياء الرحمن فواد ترلاسه کړ.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد محترم پوهندوی مطيع الله روهيال دا ډول سيالۍ ډېري مهمي وبللي او محصلان ئې د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړو او په عملي ډول ليکلو ته وهڅول او د خاطرې ليکني په برخه کي ئې د زمان او مکان د قيد راوړلو تر څنګ د يوې ښې موضوع انتخاب، انځورګري، انشاء پردازي او يو ښه پيغام راوړل مهم وبلل.
وروسته و مقام ګټونکو محصلانو ته جائزې ورکول سوې او سيالي د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ١٤٤٧/١٢/٣