د حقوقو څانګي محصلانو د کندهار د مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه
د حقوقو څانګي محصلانو د کندهار د مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه
د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي او د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت د ګډ پلان پر اساس د ياد پوهنځي د حقوقو څانګي د درېيم ټولګي ۴۰ محصلانو، د حقوقي او جزایي چارو د بهیر د پېژندني په موخه د کندهار د مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، چي پر مهال ئې ښاغلي پوهنيار طلا محمد محبوب صاحب او د حقوقي کلينيک عمومي مدير ميرويس خوشحال هم حاضر ول.
د کندهار د مرکزي زندان څخه د لیدني پر مهال، د یاد زندان مسئولانو لومړی ټولو محصلانو ته ښه راغلاست ووایه، وروسته ئې د محبس د اداري جوړښت، امنیتي تدابیرو، د بندیانو د ساتني اصول، اصلاح او د روزنیزو پروګرامو او د بندیانو د اساسي حقوقو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او دغه راز ئې زياته کړه؛ ټولو زندانیانو ته د زده کړي زمینه هم برابره ده، چي هره ورځ استادان د دوی په ښوونه او روزنه بوخت دي، د زندانیانو ټولو بلاکو ته استادان ورځي او هلته زندانیانو ته دیني او عصري زده کړي ورښیي، په محبس کښي دننه بنسټيز روغتيايي مرکز سته، چي د زندانیانو د داخله، جراحي، پوست، عصابو ،غاښو، د تور ژړي، ژړ ژړي او ټي بي ناروغیو علاج پکښي کیږي او د اړتیا په صورت کښي سمدستي میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول کیږي.
همداراز په دغه علمي سېر کښي، محصلانو د زندان له ټولو بلاکو څخه هم لیدنه وکړه؛ محصلان د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه خوښ ول، چي و دوى ته ئې د حقوقي او جزایي چارو د بهیر د پېژندني په موخه زمينه برابره کړه.
نېټه:١٤٤٧/١١/٣٠