(د جرمي پېښو په پلټنه کي د عدلي طب ونډه) په نامه درې ورځنى ورکشاپ پاى ته ورسېد

kdru_admin
Wed, May 07 2025 2:24 PM
image



د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت اړوند د حقوقي کلینیک مدیریت، د مسلکي پرمختيايي مرکز په تالار کي د حقوقو، سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو محصلانو ته د "جرمي پېښو په پلټنه کي د عدلي طب ونډه" په نامه؛ درې ورځنی ورکشاپ دائر کړ، چي په وروستۍ ورځ ئې د جرمي پېښي ېوه صحنه هم تمثیل سوه.

د ورکشاپ په لومړۍ ورځ، د جرمي پېښو د پلټني اصول او تګلاري د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد ن. پوهنیار آقا جان فروتن او په دوهمه ورځ، د عدلي طب تخنیکي او ساینسي ونډه، پوهنیار فضل احمد عادل تشریح کړل، چي ګډونوالو ته د طب عدلي بنسټونه، د شواهدو ساتنه، د جسد معاینه، د وخت معلومول او نورو اړوندو مسایلو په اړه محصلانو معلومات ورکړل سول.

همداراز د ياد ورکشاپ په درېیمه ورځ، د محصلانو ترمنځ د جرمي پېښي ېوه صحنه هم تمثیل سوه، چي محصلانو د پولیسو، څارنوالۍ، عدلي طب، شاهدانو او نورو اړوندو ادارو کردارونه اداء کړل.
وروسته ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۸